د څلورارخيزې ناستې د ځاى پر سر اختلاف

افغانستان او پاكستانيوه پاكستاني چارواكي ويلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د عملي پيل په موخه به د جنوري په مياشت كې په پاكستان كې يوه غونډه وشي. تر دې وړاندې د افغانستان د اجرايي رياست وياند جاويد فيصل ويلي و چې د افغانستان، پاكستان، امريكا او چين استازي له طالبانو سره د سولې په اړه په كابل كې جرګه كيږي.

رويترز خبري آژانس وايي چې په افغانستان كې د ۱۴ كلنې جګړې د پاى ته رسولو په موخه د خبرو له پاره تراوسه ځاى نه دى ټاكل شوى او د پاكستان د لومړي وزير د نړيوالو اړيكو سلاكار سرتاج عزيز هم پرون په اسلام آباد كې رسنيو ته ويلي چې د جنورۍ له لسمې تر ۱۵ پورې به دا غونډه په اسلام آباد كې جوړه شي.

سرتاج عزيز ويلي چې په دې ناسته كې به د افغانستان، پاكستان، چين او امريكا استازي ګډون كوي او په دې اړه پريكړه د آسيا د زړه په كنفرانس كې د افغانستان د ولسمشر او پاكستان د لومړي وزير ترمنځ  شوې چې په اسلام آباد كې جوړه شوې وه. د دې لامل تراوسه نه دى روښانه چې ولې د دې غونډې ځاى تراوسه نه دى ټاكل شوى، په داسې حال كې چې د خبرو وخت ته دوې اونې پاتې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.