د څلورو هلیکوپترو دقرارداد پرسر د هند او پاکستان مطبوعاتي جګړه پیل شوې

د څلورو هلیکوپترو دقراردادسبا یو لوړپوری افغان دولتي پلاوی هندوستان کې له چارواکو سره د یو تړون پرسر خبرې پیلوي،‌ چې له مخې به یې افغانستان له هند څخه څلور جنګي هلیکوپترې ترلاسه کوي او ښايي وروسته کې دا قراداد افغانستان ته د نورو پوځي تجهیزاتو د ورکړې برخه هم ولري.

هندي چارواکو دې ته یو استثنايي قرارداد ویلی او هغه هېواد لیواله دی، چې له یو کال ځنډ وروسته افغانستان بیرته د ترهګرۍ پرضد د هندوستان پر لمن منګولې نښلوي.

هندي رسنیو ټوله اونۍ د څلورو هلیکوپترو د مرستې موضوع ته اهمیت ورکړی، او هرسهار او مازدیګر د هندي چاپي رسنیو په زړه پورې او توده موضوع ده. هندیان خوشاله دي، چې افغان دولت د هندوستان اهمیت درک کړ او د ترهګرۍ په جګړه کې له دغه هېواد سره بیا لاس یو کوي، خو په عین حال کې پاکستاني رسنۍ هندوستان سره د افغانستان د نوي تړون پرسر د افغانستان برخلیک ته د خطرناک پړاو د پیل ګوته څنډنه کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، افغانستان یو مهم، غښتلی او د مرستې وړ ملګری په ډېرې بیغورۍ سره په یو نا متعهد مکار او په نیابتي جګړه بوخت ملګري باندې بل کړ. دوی افغان دولت ته ګواښ کوي، چې یو ډېر خطرناک ادرس ته یې مراجعه کړې او دا څلور هلیکوپترې به په افغانستان کې د زرګونو جنګیالیو ځمکنۍ خطرناک جګړه توده کړي.

ددواړو هېوادونو رسنۍ یو پربل نه لګي، د هر هېواد لپاره سلامت او ملامت هیواد افغانستان په ګوته شوی دی. د دوی د نیابتي جګړې په میدان کې د یو په اړه اعتماد کمېدل د بل د خوشالۍ او د بل د اعتماد زیاتېدل د بل د قهر څپې راپورته کړې دي.

پاکستان وايي، افغانستان له پاکستان سره د سولې پیل کړې موضوع او یو کلن باور په اوبو لاهو کړ او بده یې لاداچې د پاکستان یو ابدي دښمن ته یې د خپل دوست په توګه یوار بیا رامخ ته کړ، خو هندي رسنۍ وايي، ستونزمنه ده، چې افغانستان دې په سیمه کې د هندوستان له مرستې پرته پاکستان له خپلو شومو اهدافو او ترهګرۍ ملاتړ سره په ګونډو کړي.

له افغانستان سره ددواړو هېوادونو اعتماد د بل د تجریدولو په شرايطو ولاړ دی. هندیان وايي، افغانان او هندیان باید تر ترهګرۍ وړاندې د یو ځان غوښتونکي او منافق پاکستان پرضد په ګډه جګړه وکړي خو پاکستان وايي، ترڅو چې هندوستان ته په افغانستان کې د یوه قدم د ایښودلو فرصت وي، پاکستان به د هند پرضد په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.

د افغان دولت لپاره په اوسنیو شرايطو کې سخته ده چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو توازن وساتي او هغه توازن ددواړو هېوادونو د توقع په اندازه په اعتماد ولاړ وي. هندي رسنۍ وايي، له هندوستان سره د افغانستان د اړیکو د کمولو په هڅو کې امریکا له پاکستان سره همغږې ده او امریکا په وروستیو کې د پاکستان هغه غوښتنه ومنله چې له مخې یې له طالبانو سره د سولې له مذاکراتو هندوستان اخراجول غوښتل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.