د څلورو ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو څیړل بشپړشول

د څلورو ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو څیړل بشپړشول

محور: یکشنبه، د مرغومي ۱۵مه
په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنو د دوام په لړ کې د جوزجان، بادغیس، پروان او پنجشیر ولایتونو شکایتونه څیړل شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ريیسه زهره بیان شینوارې وايي د جوزجان، بادغیس، پروان، او پنجشیر ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو څیړنې پای ته رسیدلې دي. هغه وايي د مرکزي دفتر انټرنټي یوزر ته د ولایتي دفترونو د نه لاسرسي ستونزه پر ځای پرته ده چې ښايي له دې امله شکایتونه په ټاکل شوي وخت ونه څيړل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون څلور ورځې وخت لري چې په ولایتونو کې د شکایتونو څیړنه بشپړه کړي، خو د هلمند ولایت ته تر اوسه کمیشنران لا نه دي رسیدلي. کابل، ننګرهار، کندهار، پکتیا هغه ولایتونه دي چې د ټاکنو په هکله یې ډير شکایتونه شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.