د چارو ادارې د مامورينو څلور مياشتينی معاش تښتول شوى

شكرالله يمګانيد چارو ادارې يوه كاركوونكي د دغه ادارې د كارمندانو څلور مياشتيني معاش چې ۴۳ ميليونه افغانۍ كيږي وړي دي. د دغه ادارې يو شمير كارمندانو په دې اړه لاريون هم كړى و چې بايد معاشونه يې وركړل شي.

د چارو ادارې كارمندان وايي شكر الله يمګاني چې په مالي رياست كې معتمد و تښتيدلى او دغه ادارې هم د كارمندانو معاشونه نه وركوي .دوى وايي مالي رياست يوازې هغو كسانو ته معاش وركوي چې ورسره اړيكه ولري او يا پرې د دغه ادارې رييسه كامله جان صديقي لورېينه وكړي.

داكسان  وايي دا چې معاشونه تښتول شوي ښايي د دغه رياست په همكارۍ يې دا كار كړى وي او بايد مخه يې نيولې واى نو د چارو اداره حق نه لري چې د دوى څلور مياشتيني معاشونه وځنډوي او بايد ټول وركړل شي. د چارو ادارې كارمندان وايي په دې كې د ولسمشرۍ او چارو ادارې لسګونه مامورين له ستونزو سره مخ شوي او له څلورو مياشتو را په ديخوا يې معاشونه نه دي وركړل شوي.

د چارو ادارې مامورين وايي له هغه ورځې چې كامله صديقي د دغه ادارې د مالي مرستيالې په توګه غوره شوې نه كوم سيستم جوړ شوى او حتى هغه زور سيستم هم له كاره لويدلى  چې مخكې په دغه اداره كې ترې كار اخيستل كيده.

دا كسان وايي د كورنې د نفقې يوازينې لاره يې همدا معاش دى او نور هيڅ عايد نه لري چې د بې كفايتى له امله له څلورو مياشتو را په ديخوا پوروړي دي .دوى وايي داسې مامورين هم شته چې له دې امله اړ شوي د خپل كور وسايل وپلوري. د چارو ادارې يو مامور وايي ځينو يې د كور لوښي او ځينو يې هم غالى پلورلې ترڅو د كور كرايه وركړي، خو  كامله صديقي چې له نورو لارو مالي ملاتړ لري د دوى دې ستونزې ته هيڅ پاملرنه نه كوي.

د چارو ادارې دغه مامورينو څو ورځې وړاندې له دې امله لاريون هم كړى و چې وروسته يې د مالي رياست له مرستيالې كامله صديقي سره هم وكتل، خو هغې په دې برخه كې هيڅ قانع كوونكى ځواب نه درلود او يوازينې لامل يې د دې آغلې مديريتي كمزورتيا ده او بس نو يې د دوى استازو ته ويلي چې هرڅوك چې غواړي معاش واخلي نو د يوې عريضې له لارې دې خپله دا غوښتنه مطرح كړي چې ولې پاتې معاش واخلي.

دوى وايي اوس نو دوى اړ دي چې د خپل تير معاش د ترلاسه كولو په موخه چې مسلم حق يې دى بايد كامله جان صديقي ته عريضه وكړي او هغه يې ورته منظور كړي  له دې پرته يې څلور مياشتيني معاش ځي په خپله مخه.

داكسان وايي كاملې صديقي ته يې خبردارى هم وركړى چې كه يې معاش ورنه كړل شي نو دا خبره به رسنيو ته وباسي او د چارو ادرې يو شمير نورې ستونزې او ناخوالې به هم ووايي. دوى وايي چې كه ژر ورته معاش ورنه كړل شي نو هرڅه چې په دغه اداره كې روان دي رسنيو ته به يې را وباسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.