د چچن ولسمشر غزني کې وروستی برید په کلکو ټکو غندلی

د چچن ولسمشر غزني کې وروستی برید په کلکو ټکو غندلی

د چچن ولسمشر رمضان قدیروف غزني د یکشنبې ورځې برید چې سلګونه ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، سخت غندلی دی.

 

نوموړي ویلي: چچن د افغانستان له روان وضعیت سخت اندېښمن دی

 

هغه ټینګار کړی چې افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ومومي.

 

غزني کې د طالبانو لخوا د یکشنبې ورځې برید نږدې دوه سوه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ډېری یې ملکي وګړي وو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.