د ډرون د الوتكې د پيلوټ زړه بوږنوونكى اعتراف

د ډرون د الوتكې د پيلوټ زړه بوږنوونكى اعترافد امريكا د متحدو ايالتونو د وسله والو ځواكونو اړوند د ډرون د الوتكو يو تن پيلوټ ويلي دي چې د ۱۲ كلونو نارينه ماشومانو وژل ورته د مشروع هدف په توګه ښكارېده.

په جرمني كې د امريكا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت د ادارې (NSA) د فعاليتونو د څېړنې كميسيون تېره ورځ په دې اړه د ډرون د الوتكو د يو تن امريكايي پيلوټ سره خبرې وكړې.

د جرمني د خبري رسنيو د معلوماتو په اساس د برنډن بريانټ Brandon BRYANT په نامه د ډرون د الوتكو يو تن پخواني پيلوټ اعتراف وكړ چې په عراق، افغانستان، پاكستان، سوماليا او يمن كې يې د ۱۲ كلنو نارينه ماشومانو وژنه ورته مشروع هدف ښكارېد او ټول مشران يې په اړه خبر ول.

د بريانټ په وينا د ۱۲ كلونو د لوړ عمر لرونكي ټول نارينه ورته د “ جګړې كولو د قابليت لرونكي“ مشروع هدفونه ول. ددې امله د ټولو په وژنه كې قانوني خنډ نه وو.

بريانټ دا هم وويل چې د عملياتو پر مهال د اصلي هدف تر څنګ نورو سيمو او خلكو ته هم زيان رسېدلو چې په دې هم لوړپوړو چارواكو سترګې پټولې.

امريكايي پيلوټ زياته كړه چې د جرمني دولت هم په عملياتو كې شريك وو. د نوموړي په وينا د جرمني دولت په پورتنيو سيمو كې د ټولو عملياتونه خبر وو. ځينې وختونه د اشخاصو په اړه د جرمني د استخباراتي فعاليتونو په پايله كې عمليات ترسره كېدل.

بريانټ دا هم وويل چې “ كه چېرې د جرمني د هېواد كوم چارواكي، امريكايي چارواكو ته د يو شخص د ټېلفون نمبر وركړي نو دا د نوموړي د وژنې لپاره كافي دى.“

پخوا هم په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو لخوا په قصدي ډول د ملكي وګړو د وژنې په اړه رپوټونه خپاره شوي ول.

په ۲۰۱۱م كال كې يو تن امريكايي سرتېرى د افغان كليوالو د وژنې په تور په نظامي محكمه كې محاكمه او په ۲۰ كلونو بند محكوم شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.