د ډزو په تړاو ٣٥ کسان نيول شوي

په کابل کې د کرکټ ملي لوبډلې د بريا د خوښۍ په ډزو کې درې تنه ټپيان شوي او پوليسو د دغو ډزو په تړاو تر اوسه ٣٥ کسان نيولي دي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې ته په پنځمه او وروستى پنځوس اووره لوبه کې د ماتې په ورکولو سره، د دې سياليو اتلولي خپله کړه.

عبدالرحمن رحيميد دې بريا په ترلاسه کولو سره د هېواد په مرکز او ډېرو ولايتونو کې خلکو په داسې حال کې د خوښۍ ډزې وکړې چې د کورنيو چارو وزارت مخکې د ابلاغيې په خپرولو سره له خلکو غوښتي وو چې په لوبو کې د بريا په صورت کې ډزې ونه کړي.

کابل کې د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو قوماندان عبدالرحمن رحيمي وایي چې په دې ډزو کې درې تنه سرسري ټپيان شوي دي. ده په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې ټپيان تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

صديق صديقيهغه يادې ډزې غير قانوني عمل وباله او زياته يې کړه چې پوليسو تر اوسه په دې تړاو په کابل کې ٣٥ تنه له وسلو سره نيولي دي. د ١٠١ اسمايي زون قوماندان وايي، چې له نيول شويو کسانو څخه ډېر يې د وسلو ګرځولو جواز لري او واسطې لري. دغه راز ده د جزيياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې په نيول شويو کسانو کې د امنيتي ارګانونو منسوبين هم شته.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وایی پوليس هڅه کوي چې په کابل او ولايتونو کې نور هغه کسان هم وپېژني او ويې نيسي چې تېره شپه يې د کرکټ د بريا په مناسبت د خوښۍ ډزې کړې دي. ده وويل چې نيول شوي کسان څارنوالۍ ته سپارل کېږي.

صديقي، د کرکټ د ملي لوبډلې بريا د ټولو افغانانو بريا او خوښي وبلله، خو ويې ويل چې د ډزو پر ځاى نورې قانوني لارې چارې هم شته چې خوښۍ پرې ونمانځل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.