د (ډنډغوري) عملیات لاهم پرمختګ نه لري

برښناد بغلان په ډنډ غوري کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات دوام لري. د بغلان امنیتي چارواکي وایی تراوسه په دغه عملیاتو کې له لسو ډیر کلي له وسله والو پاک شوی.

د بغلان د امنیې قوماندان جنرال عوض محمد نذیري وایی په مرکزي بغلان کې هم عملیات دوام لري او له عملیاتو څخه د خلکو په ملاتړ کې ډیروالی راغلی دی.

عوض محمد نذیري وایي: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه عملیاتو کې پنځلس وسله وال وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

نوموړي یوځل بیا ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به هیڅ ډول معامله ونه شي او افغان ځواکونه به د برښنا شرکت د نړول شویو ستنو د ترمیم زمینه برابره کړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، د بغلان په ډنډ غوري کې دا عملیایت څوارلس ورځې وړاندې پیل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.