د ډنډ غوري طالبان محاصره دي

عبدالستار بارزد بغلان والي عبدالستار بارز وايي د ډنډ غوري طالبان له څلورو لورو كلابند دي. هغه وايي په نوموړې سيمه كې د وسله والو طالبانو پرضد چانيز عمليات دوام لري، خو ډير ټكني پرمخ ځي.

د بغلان والي وايي د پلخمري په ډنډ غوري كې د وسله والو پرضد عمليات دوام لري او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، بارز وايي عمليات  اوس هم دوام لري چې يو طالب قوماندان په كې وژل شوى او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

په ډنډ غوري كې د عملياتو له پيل څخه نيژدې درې اونۍ تيريږي، خو تراوسه هم دولتي ځواكونو پرمختګ نه دى كړى، خو د بغلان والي وايي په دغه سيمه كې وسله والو طالبانو لوى لوي خندقونه ايستلي او ماينونه يې خښ كړي دي.

د والي په وينا دا ستونزې او غبار د دې عملياتو د چټك پرمختګ مخه ډب كړې ده.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.