د ژوند په بيه د جنسي تيري هڅه

غزنيپه غزني كې يوه ميلمانه غوښتل چې په يوه نجلۍ جنسي تيرى وكړي، خو نه يوازې بريالى شوى نه دى بلكې خپل ژوند يې هم له لاسه وركړى دى. د غزني پوليس وايي دا پيښه د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ كې شوې ده.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم اميري وايي چې درې طالبان په اندړو ولسوالې كې په يوه كور كې ميلمانه وو چې يوه يې نيمه شپه هڅه كړې په دغه كور كې په يوه نجلۍ جنسي تيرى وكړي.

اميري وايي د كور خاوند پرې خبر شوى دا شخص يې په چادر زندۍ كړى او وژلى يې دي. هغه وايي د كور خاوند دوه نور طالبان چې په ميلمستون كې ويده وو د هغوى په خپله وسله وژلي دي، نوموړى وايي د كور خاوند له پيښې وروسته له كوره وتلى او څرګنده نه ده چې چيرته دى.  طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.