د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې ادعاوو څېړلو لپاره اروپا ته پلاوی ځي

د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې ادعاوو څېړلو لپاره اروپا ته پلاوی ځي

د لویې څارنوالۍ پلاوی د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونې د ادعا د اړخونو د څېړنې لپاره اروپا ته تلونکی دی

کابل، افغانستان ـ لویه څارنوالي وایي، چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د ښځینه فوټبالرانو د جنسي آزار او ځورونې د ادعا قضیه بهرني اړخونه هم لري، اړینه ده چې د دې قضیې څېړونکي پلاوی له مشخصو اشخاصو او بنسټونو سره د مرکو په موخه بهر ته سفر ولري.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال په یاده قضیه کې د شویو پرمختګونو په اړه خبرې کولې زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ د یوه لیک په ترڅ کې له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې ده، چې له ډیپلوماټیکو لارو څخه بهر ته د پلاوي د تګ زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، د تګ د زمینې د برابرېدو په صورت کې به پلاوی په چټکۍ سره خپل سفر پیل او له بنسټونو او اشخاصو څخه به اړینه څېړنه تر سره کړي.

رسولي ټینګار وکړ، چې د دغې قضیې په تړاو په کور دننه څېړنې تر یوه بریده بشپړې شوې دي او بهر ته د پلاوي د سفر په صورت کې او د اړینو څېړنو تر بشپړېدو وروسته به د دغو څېړنو پایلې له قانون سره سم د رسنیو او خلکو په واک کې ورکړل شي.

هغه وویل، چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مرستیال، محمد یوسف کارګر د دندې د ځندونې حالت د څېړونکي پلاوي لخوا رفع شوی دی. له دې وړاندې د کارګر دنده د هغو مسوولینو په لیست کې شامله وه، چې د ښځینه فوټبالرانو د جنسي آزار او ځورونې د ادعا د قضیې د څېړونکي پلاوي لخوا ځنډول شوي دي.

د فوټبال د فدارسیون په مشر تور دی، چې ښځینه فوټبالرانې يې جنسي ځورولي دي.

ولسمشر د دې قضیې د جدي څېړنو امر کړی و

Leave a Reply

Your email address will not be published.