د کابل بګرامیو کې د داعش وسله والو ډله ییز برید موخې ته له رسېدو وړاندې شنډ شو

د کابل بګرامیو کې د داعش وسله والو ډله ییز برید موخې ته له رسېدو وړاندې شنډ شو

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې ۱۶ مه: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چهار شنبې په شپه د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ په شینه پل سیمه کې په یوه کور چاپه وهلې ده.

د ځانګړو ځواکونو د مطبوعاتو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو چې هغه کې ملي  امنت هم و، تېره شپه يې په شینه پل کې یاد کور باندې چاپه وهلې ده چې داعش وسله والو له افغان ځواکونو سره په نښتې لاس پورې کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، وهل شوې چاپه کې ۴ داعش ځانمرګي وژل شوي دي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه کور چې داعش ځانمرګي په کې اوسېدل، ملي امنیت او ځانګړو ځواکونو زیات شمېر درنې او سپکې او وسلې هم ترې بهر کړي دي.

یو شمېر نورو سرچینو بیا ویلي چې د بګرامیو ولسوالۍ په جګړه کې داعشیو مېرمنو هم له افغان ځانګړو ځواکونو سره نښته کړې ده چې وژل شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.