د کابل تېرې شپې برید؛ ۶۴ ملکیان یې وژلي او ۲۰۰ یې ټپیان کړي محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۲۷ مه: د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند فیض محمد کاتب څلور لارې تر څنګ د شهر دوبی د واده مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی. رحیمي په وینا، برید زیات زورور و. بلخوا سیمه کې یو شمېر شاهدانو محور ته وویل، دا ځانمرګی برید چې د هوټل د نارینه وو په تالار کې وشو، مرګ ژوبله یې بیخي ټاکن ورکوونکې وه. په همدې حال کې یو شمېر روغتیايي مسوولینو ویلي، د تېرې شپې ځانمرګي برید کې، د واده مراسمو ۶۴ ګډونوال وژل شوي دي او نږدې ۲۰۰ ټپیان دي چې د وژل شویو او ټپیانو منځ کې واړه ماشومان او مېرمنې هم شتون لري. هغوی وویل چې چاودنه زښته زیاته زوروره وه چې آن د څنګ کورنو ښیښې هم ماتې کړې دي. د تېرې شپې پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړي هم وژل شوي دي.
Leave a Reply