د کابل د منډيي یو لوی مارکېټ اوراخستی

کابلنن سهار د کابل ښار په منډيي سیمه کې د چپلکو یو مارکیټ اوراخستی او شیبه په شیبه نورو سیمو ته غځېږي. اوروژونکي‌ سیمې ته رسېدلي خو اور هومره زورور دی، چې لا یې د اطفايې کارکوونکي په خاموشه کولو ندي توانيدلي.

عيني شاهدان وايي، د اور د لګېدو اصلي لامل ندی په ډاګه شوی خو په تېر کې دا ډول پېښې معمولاً د برق د شارتۍ له کبله رامنځ ته شوې دي. دغه مارکېټ د تجارتي سيمې په زړه کې دی او پرانستې لاره نلري چې لويې اطفايې په اسانۍ سیمې ته ځان ورسوي.

عيني شاهدان وايي، د اور د لګېدو زیانونه او شدت هومره زیات دی، چې کله هم په کابل کې داسې خطرناک اور سابقه نلري.

اور وژونکې ډلې وايي، دوی سیمې ته په وخت رسېدلې خو امکانات محدود دي او سیمه  نورو ابادویو احاطه کړې ده. په یاده سیمه کې د تجارتي مالاونو ګودامونه دي چې مالي خسارات به یې خورا زیات وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.