د کابل ـ اسلام آباد استخباراتي هوکړه لیک عملي کیږي

ای اېس ای او ملي امنیتپاکستاني رسنې وایی د کابل ـ اسلام آباد ترمنځ شوې امنیتی هوکړه  له سره عملي کیږي.  پاکستاني چارواکو د دې کار موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور رامنځ ته کول ښودلي دي.

د کابل ـ اسلام آباد د امنیتی هوکړې د عملي کیدو پرسر بحث داسې مهال رامنځ ته کیږي چې د دواړو هیوادونو استخباراتي چارواکو د یکشنبه په ورځ په اسلام آباد کې سره کتلي دي.

د پاکستان رسنیو د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنیت رییس مسعود اندرابي تیره اونې له اسلام آباد څخه د یوې پټې لیدنې په ترڅ کې د پاکستان د استخباراتو له رییس سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او اطلاعاتي همکاریو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

دا محرمانه کتنه داسې مهال شوې چې  د افغانستان ملي امنیت څو ځله دا ډول خبرونه تشې آوازې وبللې او ټینګار یې کاوه چې د افغانستان د ملي امنیت هیڅ استازي پاکستان ته سفر نه دی کړی.

د تیرمیلادي کال په می میاشت کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ  اطلاعاتي هوکړه لیک لاسلیک شو چې د خلکو او سیاستوالو د پراخو اعتراضونو له امله دا هوکړه لیک ظاهرا عملي نه شو.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره د هرډول هوکړه لیک له لاسلیک سره مخالفت وښود، خو له اعتراض او مخالفتونو سره سره دا هوکړه لیک د افغانستان د ملي امنیت ریاست د مرستیال له خوا لاسلیک شو، چې وروسته د پاکستان په اړه د اشرف غني له سیاستونو سره د مخالفت له امله  رحمت الله نبیل له دندې استعفا وکړه.

وروسته د افغانستان حکومت د دغه هوکړه لیک دلاسلیک له امله له ډیرو فشارونو سره مخ او ژمنه یې وکړه چې په دې هوکړه لیک به له سره کتنه وکړي.

تر دې څو میاشتې وروسته ولسمشر محمداشرف غني د استنابول بهیر د آسیا دزړه په ناسته کې دګډون په موخه اسلام آباد ته سفر وکړ او له دغه هیواد سره یې د دوه اړخیزه اړیکو د ټینګښت هوکړه وکړه.

دا سفر ددې لامل شو چې د کابل ـ اسلام آباد ترمنځ اړیکي بیا وغوړیږي او د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو هڅې له سره پیل شي. د پاکستان یوې سرچینې اکسپرس تریبیون ته ویلي: پاکستان او افغانستان متوجه شوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري او همغږي  په سیمه کې د ترهګرې د ماتې له پاره اړینه ده.

سرچینه وایی په لوړه کچه تعامل او د افغان او پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو کتنې له یوبل سره د نیژدې همکاریو د هڅو یوه برخه ده.

دا سرچینه وایی د افغانستان او پاکستان د امنیتي او استخباراتي بنسټونو ترمنځ د ا‌طلاعاتو شریکول د وسله والو پرضد د مقابلې له پاره چې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې یې ستونزې جوړې کړې د پام وړ اهمیت لري.

دا سرچینه وایی له همدې امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د استخباراتي هوکړه لیک د بیا را ژوندي کولو اړتیا لیدل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.