د کابل لپاره د داعش نظامي مسوول ونیول شو

د کابل لپاره د داعش نظامي مسوول ونیول شو

 

افغان ځانګړو ځواکونو د کابل لپاره د داعش ترهګریزې ډلې د عملیاتو، ځانمرګو بریدونو او کابل پوهنتون کې د محصلینو د جلب او جذب مسوول عبیدالله متوکل نیولی دی

افغان ځواکونو نه دي ویلي چې متوکل يې نن کله نیولی دی

خو دا يې په ډاګه کړې چې متوکل يې نن کابل ښار کې نیولی دی

په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت سربېره، کونړ ولایت کې هم افغان سرتېرو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، داعش ډله ننګرهار کې سخته ځپل شوې ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.