د کابل پروني برید کې ۲۰ ملکیان شهیدان شوي

د کابل پروني برید کې ۲۰ ملکیان شهیدان شوي

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: تېر مازیګر شاوخوا ۰۴:۴۰ دقیقې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې د زرغون بهیر دفتر مخې ته موټر بم چاودنه وشوه او له هغې وروسته څلورو بریدګرو جګړه پیل کړه.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: برید تېره شپه یولسمې بجې د ۴ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د رحیمي په وینا، د دې برید په ترڅ کې ۱۶ ملکیان او څلور تنه د زرغون بهیر دفتر ساتونکي شهیدان شوي او ۵۰ ملکیان ټپیان دي او همداراز ځانګړو ځواکونو څه باندې ۱۵۰ تنه د پېښې له سیمې ژغورلي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان دښمنان غواړي د ټاکنو ملي پروسه زیانمنه کړي، خو په وینا یې چې اجازه به ورنه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.