د کابل په شکر دره کې د نجونو یوه لېسه سوځول شوې

د کابل په شکر دره کې د نجونو یوه لېسه سوځول شوې

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۲۹ مه:

تېره شپه  ناوخته د کابل ولایت شکر درې ولسوالۍ ناصري کلي کې د نجونو یوه لېسه سوځول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د زار را بویه لېسه د وسله والو طالبانو لخوا سوځول شوې ده.

رحیمي وايي، طالبانو لومړی د لېسې ساتونوکی وهلی وروسته یې لېسې ته اور اچولی دی.

د دې لېسې په سوځولو سره، لسګونه نجونې له زده کړو پاتې شوې.

طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو رد کړې چې ګنې لېسه دې  دوی سوځولې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.