د کانکور نیژدې شپیته زره ګډونوال به جذب شي

کانکورکابل ښار کې د کانکور آزموینې بهیر د شنبې له ورځې پیل شو. د لوړو زدکړو وزیرې ډاکټرې فریدې مومند چې دا بهیر یې په کابل کې پرانیست وویل په سږني کانکور کې به ۱۵۵۶۲۵ د دولسم ټولګي فارغان ګډون کړی دی چې  له دغو کسانو څخه به نږدې شپیته زره تنه د لوړو زدکړو او نیمه لوړو زدکړو په موسسو کې جذب شي.

هغه وایي دا بهیر یواږې په کابل کې پاتې او په نور هیواد کې بشپړ شوی دی. نوموړې وویل د کابل د کانکور تر بشپړیدو وروسته به د کانکور پایلې د نوي کال د وري په پنځلسمه اعلان شی.

په سږني کانکور کې د تیرو هغو په شان نه د کوم ولایت د کانکور ازموینه لغوه شوې او نه په کې د درغلیو په اړه ادعا شوې ده. د کانکور ډیر ګډونوال د کانکور په روڼتیا ټینګار کوي او وايی چې حق خپل حقدار ته باید ورسول شي.

د لوړو زدکړو وزارت وایی په  کابل کې به د کانکور آزموینې دری نور پړاوونه هم تر سره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.