د کانکور پایلې په یکشنبه اعلانیږي

د لوړو زدکړو وزارت وايي، د ۱۳۹۵کال د کانکور   پايلې به د یکشنبه په ورځ اعلان شي . د دغه وزارت ویاند فیصل امین وایي، د آزموینېد پايلو داعلان په سبا به محصلین پوهنځیو ته معرفي او د محصلانو د نوم لیکنې بهیر به په پوهنځیو کې د  درس په وړاندې خنډ نه شي. د کانکوردآزموینې پايلې د تېر کال په پرتله پنځلس ورځې وځنډېدې. خو وزارت وایي، دغه ځنډ به یې کارونه ټکني نه کړي بلکې دوی به خپل کارونه د تېر کال په پرتله په ښه توګه وکړي.
د لوړو زدکړو وزارت ویاند محمد امین فیصل وايي: “د کانکور د پايلو د اعلان ځنډ ډېر په ګټه و ځکه چې په دې وخت کې موږ وکولای شول چې په بشپړه توګه د جعل کاريو مخه ونيسو او په راتلونکو کلونو کې جدي تصميم نيول کېږي چې د کانکور په پايلو کې ځنډ رانه شي او د اوسنيو درسونو سېستم د کرېډېټ سېستم دی، نو د محصلينو په درس کې ستونزه نه راځي.”
هغه وایی د محصلينو نوم لیکنه سږکال وخت نه غواړي او محصلين به د نتایجو په اعلام سره پوهنځیو ته معرفي شي.د لوړو زدکړو وزارت په وینا، په ۱۳۹۴کال کې دوه سوه دولس زرو کسانو د کانکور آزموینې کې برخه درلوده، چې اته پنځوس زره درې سوه لس به یې دولتي پوهنتونو کې جذب شي او شاوخوا څلور شپیته زره نور به د  نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار پیدا کړي او څلوېښت زره نور به خصوصي پوهنځیو ته معرفي شي.

هغه کسان چې غواړي خپله پایله وګوري په لاندې لینک کې یې موندلای شي : http://www.mohe.gov.af/

Leave a Reply

Your email address will not be published.