د کشمیر ستونزه؛ خان وايي که امریکا منځګړې نه شي ناورین زېږېږي

د کشمیر ستونزه؛ خان وايي که امریکا منځګړې نه شي ناورین زېږېږي

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۱۴ مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا غږ کړی چې دا يې وخت دی او باید د کشمیر مسله کې منځنګړیتوب ته را ودانګي.

عمران خان وروسته له هغې د کشمیر مسله کې د امریکا د منځګړیتوب غوښتنه وکړه چې هندي ځواکونو کشمیر کې ۶ پاکستاني سرتېري ووژل.

هند تېره ورځ ویلي و، دا پوځیان هغه  مهال د هندي سرتېرو تر برید لاندې راغلل چې غوښتل يې د دوی د پوځيانو پر پوستو برید وکړي.

واشنګټن ته د عمران خان له سفر سره جوخت، ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی و چې غواړي د کشمیر مسله کې د هند او پاکستان ترمنځ منځګړی شي، خو د هند لومړي وزیر د امریکا وړاندیز رد کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.