د کندز له ډرامې سره د امریکایي ځواکونو د حضور دوام

عبدالکریم خُرمد کندز ښار د لوی اختر له رخصتیو څخه وروسته د سپټمبر پر ۲۸ نېټه د طالبانو په لاس سقوط وکړ. د کندز مظلوم خلک نه پوهېدل چې یوه اونۍ وروسته یعنې د اکټوبر په ۶ مه به په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال کمپل خپل راپور د متحده ایالاتو د سنا دفاعي کمېتې ته وړاندې کوي او دوې ورځې وروسته له هغې یعنې د اکټوبر په ۸ مه نېټه به په بروکسل کې د ناټو غړو هیوادونو دفاع وزیران غونډه لري. خو هم جنرال کمپل د کندز د سقوط پر استناد سره په افغانستان کې له ۲۰۱۶ ز کال څخه وروسته د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدلو اړتیا حتمي وګڼله او هم د ناټو دفاع وزیرانو د کندز سقوط او د افغانستان امنیتي وضیعت ته په کتو په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیانو پر پاتې کېدو ټینګار وکړ، او بالاخره بارک اوباما د اکټوبر پر ۱۵مه د یوې وینا په ترڅ کې د خپل پخواني پلان پر خلاف اعلان وکړ چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۶ کال څخه وروسته هم ۵۵۰۰ امریکایي ځواکونه پاتې کیږي او د افغانستان پوځ څخه به ملاتړ کوي او روزنه به ورکوي او هم به د القاعدې پر وړاندې عملیات کوي.

د کندز سقوط تر یوې ډراماتیکې لوبې کم نه و څو د لویديځ عامه افکارو ته قناعت ورکړي چې امریکا اړه ده چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي او له بلې خوا د افغان چارواکو له حنجرې څخه دا غوښتنه را وباسي چې ((مهرباني وکړئ ډیره موده پاتې شئ څو مونږ د طالب ترهګرو له شره وژغورئ)).

خو د طالبانو په لاس د کندز په سقوط سره که څومره بې ګناه او مظلومو انسانانو خپل ژوندونه او شتمنۍ له لاسه ورکړې، که ماشومان یتیمان شول او مېندو خپل اولادونه وژل شوي ولیدل. او د خلکو پر ناموس د تیري موضوع هم تر یوې اندازې انعکاس وکړ نو هیڅ وجدان نشته چې پر وړاندې یې بې پروا پاتې شي.

د افغانستان خلکو تر اوسه له امریکایانو نه دي غوښتي چې له هیواد څخه یې ووځي، امریکایانو کولای شوی چې په افغانستان کې د دې وحشتناکې او جنایتي ډرامې څخه پرته پاتې شي، اوس هم هیڅ افغان نه پوهیږي چې څومره امریکایي پوځیان افغانستان ته راغلي او څومره بیرته تللي او څومره اوس په افغانستان کې پاتې دي. امریکا کولای شي چې د دوستۍ د تړون پر بنسټ له افغانانو څخه اډې او د پوځي حضور موافقه وغواړي. خو متاسفانه کومه لاره یې چې په افغانستان کې غوره کړې ده هغه د افغانانو وژل او تړل او ذلیل کول دي څو افغان چارواکې ورڅخه په عذر او زاریو وغواړي چې ((امریکا په مهربانۍ سره مه ځه)).

زه څو ځله شاهد وم چې پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکایانو ته ویلي دي چې مونږ په افغانستان کې ستاسو د حضور مخالف نه یو، ځکه دا حضور باید مونږ ته امن او رفاه راولي نه دا چې زمونږ د خلکو د وژلو او د هیواد د ورانۍ سبب شي. په هر صورت افغان وسلوالو ځواکونو چې ددې هیواد بچیان دي د ځان په قربانولو سره یې کندز بېرته ونیو، خو د اندېښنې ځای دا دی چې د کندز د سقوط پېښه د امریکا د وحشتناکې ډرامې یوه پرده ده او ډرامه دلته پای ته نه رسيږي. قومي تفرقه چې د کندز له سقوط سره یو ځای ورته د لمن وهلو هڅه کېدله د امریکا په نا تمام شویو کارونو کې د لیست په سر کې د یوه پلان په توګه موجوده ده.

څرنګه چې په تېره لیکنه کې مې ورته اشاره کړې وه، چې د سپینې ماڼۍ د طرحې پر اساس چې د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ته یې په ۲۰۱۲ کال کې سپارلې وه او په هغې کې یې د طالبانو دفتر د اسلامي جمیعت، وحدت ګوند او ملي جنبش ګوند په شان یو دفتر ګڼلی و، نن هم امریکا هڅه کوي چې افغانستان د څلورو قومونو ترمنځ وویشي او د پښتنو استازیتوب طالبانو ته ورکړي. په هغه وخت کې چې ددې پیغام ترشا کوم بد نیت پروت و حامد کرزی په هغې پوه او د پلي کیدو مخه یې ونیوله. د کندز په سقوط سره مې په ښکاره ولیدله چې یاد تفرقه اچوونکي د خپل پلان په درشل کې، طالبان هغه پښتانه وګڼل شول چې غیر پښتانه وژني. خو زمونږ د ولس ځیرکتیا تر اوسه دا دسیسه شنډه کړې ده.

په غزني او وردګو کې زیاتېدونکې نا آرامۍ او د کابل-کندهار د لویې لارې بندېدل د دې نښه ده چې ممکن طالبان په نېږدې راتلونکې کې د هیواد په جنوبي او مرکزي سیمو کې تر یوه بریده د ځینو سیمو په بشپړ نیولو سره په یوه ارضي واقعیت بدل شي او له هغې ځایه د پښتنو پر استازیتوب عمل وکړي.

د امنیتي ځواکونو له تشکیل څخه د باندې د سیمې د دفاع تر عنوان لاندې د خلکو وسلوال کېدل پخپله د امریکا د لوی پلان یوه بله برخه ده چې په پایله کې یې د افغانستان دولت کمزوری شي په ځانګړې توګه شمالي سیمې یې په یاغستان بدلې شي. دې عملیې مرکزي حکومت کمزوری کړی دی او افغانستان به د ټولو پر وړاندې د ټولو د جګړې ډګرکړي چې مرکزي آسیا او د روسیې او چین سرحدونو ته به د ترهګرۍ د استولو اېډیال حالت وي. نو دلته به افغانستان مرکزي آسیا ته د لوی وزیرستان رول ترسره کړي. د IMF تر مشرۍ لاندې د ناوړه اقتصادي وضیعت سره مله کمزورې حکومتولي او د بشري ځواک تېښته د امریکا د سیمه ییزې لویې نقشې د پلې کیدو لپاره د زمینې جوړولو او د فضا اماده کولو بله برخه ده، چې له بدمرغه دا لړۍ به دوام ولري.

داعش او په افغانستان کې یې قوي کېدل د امریکا د نمایش یوه بله برخه تشکیلوي.
په افغانستان کې د داعش راپورته کېدل او قوي کېدل چې واشنګټن له مخکې یې ((مقابلې)) ته بودجه ځانګړې کړې ده په افغانستان کې د جګړې دوام او هم د افغانستان له مرزونو ور هاخوا سیمو ته د ترهګرۍ صدور ته یې شتون ډیر اړین دی. په دې ډول د امریکا دا پروژه به په راتلونکو کلونو کې په ټول قوت سره پرمخ لاړه او پلې شي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د داعش ډله ډیری له پاکستاني ملیشو څخه تشکیل شوې ده او د منځني ختیځ له داعش سره شباهت نه لري. خو د قضيې پر بل اړخ کې، د افغانستان د خلکو پام وړ ځیرکتیا کولای شي چې په بشپړه توګه صحنه بدله کړي. کله چې طالبان راپورته شول او تر کابله ورسیدل نو د افغانستان خلکو فکر کولو چې دا ډله د ظاهرشاه د بیا راستنېدو لپاره جګړه کوي، خو اوس د داعش ډلې په را پورته کیدو سره ټول باوري دي چې دا ډله د مسلمانانو د دښمنانو په لاس جوړه شوې ده او لویو موخو ته د رسیدلو لپاره د هغوی لخوا ګمارل شوې ده. ملي تفرقه چې د بهرنیانو لخوا د کندز د سقوط سره یو ځای ورته لمن وهل کیږي تر اوسه ټاکلې موخې ته نه ده رسيدلې او هیله ده چې په راتلونکې کې هم ټاکلې موخې ته ونه رسيږي.

په دې اساس د افغان ولس ځیرکتیا او الهي مرسته به زمونږ ولس د ښکیلاک او ملاتړو د شومو نقشو له شره او وینه تویونکو او ورانونکو دسیسو څخه وژغوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.