د کندز والي د خلکو په خوښه غوره شوی

اسدالله عمر خېلد کندز له پاره نوی والي ټاکل شوی دی. د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي او د اجرایه ریاست ویاند جاودید فیصل وايی په خپلو تویترپاڼو کې لیکلي چې اسدالله عمرخیل د کندز د والي په توګه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ګومارل شوی دی.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايی  اسدالله عمرخیل په هغو شپږو کسانو کې شامل و چې د کندز خلکو ولسمشر ته د والي په توګه وړاندیز کړي وو.

د وسله والو طالبانو له خوا د کندز تر نیولو وروسته دا ولایت د سرپرست له خوا اداره کیده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.