د کندهار پخوانی والي بې درکه شوی دی

توریالی ویساد کندهار خلک وايي، د کندهار پخوانی والي توریالی ویسا چې د کرنې پوهنتون ریس هم دی، له هغه راهیسې بې درکه دی، چې د ولایت له مقام څخه لرې کړای شوی دی. د دوی په خبره توریالی ویسا د کرنې پوهنتون برحال ریس دی او تر دم ګړۍ له ولایت څخه له برطرفۍ وروسته حتی یوځل هم خپل ریاست ته ندی ورغلی.

د کرنې پوهنتون محصلین او استادان وايي، د پوهنتون چارې ټکنۍ دي، نه د ریس ویسا د منفکۍ مکتوب ورغلی، نه یې پرځای سرپرست ټاکل شوی او نه ویسا بیرته پوهنتون ته راغلی دی. دوی ادعا کوي چې ټولې مشرتابه او ادري چارې په ټپه ولاړې دي او دغه پوهنتون له جدي اداري – تدریسي ستونزو سره مخ دی.

دوی له ولسمشر غني، د لوړو زده کړو له وزارت غوښتي چې د ویسا په اړه بیړنۍ پرېکړه وکړي، یا هغه منفک کړي او پرځای یې نوی ریس وټاکي یا هغه اړباسي چې زر تر زره خپلې دندې ته حاضر شي. دوی په کندهار دولتي اداره هم غږ کړی، چې د پوهنتون په رهبرۍ وضعیت غور وکړي او د ریاست برخلیک روښانه کړي.

توریالی ویسا د کندهار پخوانی والي و، چې د نوي حکومت له خوا له دندې لرې کړای شو او پرځای یې داکتر همایون عزیزي وټاکل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.