د کندهار په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات زیات شوي

د کندهار په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات زیات شوي

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۱:

د کندهار ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې د روغتیايي خدماتو کچه لوړه شوې ده.

کندهار کې مسوولین وايي: دغه ولایت کې قابلې زیاتې شوې دي او همدا لامل دی چې لیرې پرتو سیمو کې هم روغتیايي خدمات ورسره ډېر شوي.

کندهار ولایت کې تازغ فارغې شوې قابلې وايي، حکومت باید ورته د دندو او کار کولو زمینه مساعده کړي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا وايي، د روغتیايي مرکزونو په زیاتېدو سره، دغه ولایت کې همدا راز د مور او ماشوم د مړینه کچه هم خورا راکمه شوې ده.

کندهار ولایت کې ټولټال ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه موجود دي چې خلک ترې  عملآ استفاده کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.