د کنړ بریدونه تر اسعدآباده ورسیدل

نن سهار اته بجې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد توغندیز بریدونه شوي چې د ددې ولایت د بشري سرچينو ریيس او يو بل ملګری يې په کې وژل شوي دي.
عيني شاهدان وايي، نن سهار د اسعداباد د ښار په لور دوه توغندي راوويشتل شول چې يو په شاړه ځمکه کې ولګيد او دويم د مخابراتو رياست په انګړ کې، په شاړه ځمکه لګيدلی توغندی زيان نه لري خو د مخابراتو رياست کې د لګيدلي توغندي له کبله د دې ولايت د بشري سرچينو رئيس سنګر افغان او د ناصر په نوم یې یو بل ملګری وژل شوي دي.
سرچینې وايي، چې ناصر نومي تن د مخابراتو په رياست کې د اترا په څانګه کې دنده درلوده.
په همدې حال کې بيا يوې دولتي سرچينې ویلي چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو د ولايت مرکز اسعداباد په ګډون د کونړ ولايت په ټولو ولسواليو هم مهاله بريدونه کړي چې اوس هم په ځينو سيمو کې خال خال جګړه روانه ده او تلفات رسيدلي دي.
طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.