د کورنیو چارو وزات پلاوی له طالبانو سره دی

د کورنیو چارو وزارتد کورنیو چارو وزارت یو پلاوی لاهم په بغلان کې له طالبانو سره دی دغه پلاوي غوښتل خارولایت ته سفر وکړي چې په بغلان کې طالبانو ونیول او له ځان سره یې یووړل.

د بغلان چارواکي وایي هڅې روانې دي چې د دغه پلاوي غړي چې تراوسه یې هویت نه دی ښودل شوی د خبرو له لارې طالبانو له بنده وژغوري.

بلخوا په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو چې څو ورځو را په دیخوا د وسله والو پرضد عملیات پرمخ وړي وایي لاهم نه دي توانیدلي چې شهاب الدین ډنډ تصفیه او د برښنا ستنو د رغولو زمینه برابره کړي.

د بغلان په ډنډ غوري کې له یوې اونې ډیرې ورځې تیریږي چې د وسله والو پرضد عملیات دوام لري، خو لاهم کومه پایله نه لري. د بغلان والي عبدالستار بارز وایی وسله والو د خلکو په کورونو کې سنګر نیولی او له ملکي خلکو د ډال په توګه کار اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.