د کورنیو چارو وزارت سرپرست کار پیل کړ

تاج محمد جاهدد كورنيو چارو وزارت نوي سرپرست كار پيل كړ. تاج محمد جاهد چې تر دې وړاندې په هرات كې د ظفر قول اردو قوماندان و د ولسمشر له خوا د كورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاكل شوى دى.

جاهد چې نن د ولسمشر د دوهم مرستيال محمد سرور دانش له خوا د وزارت كارمندانو ته معرفي شو وايي د جګړې په ډګر كې برياليتوب او ماتې په رهبرۍ پورې تړاو لري. هغه وايي راتلونكې كال د افغانستان د خلكو له پاره برخليك ټاكونكى دى.

تاج محمد جاهدنوموړی همدا راز افغانانو ته د امنیت د تامین ډاډ ورکوي او وایی د پولیسو او زندانونو وضعیت ته به پاملرنه ډيره كړي.

په همدې وخت كې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې تاج محمد جاهد ته د باور رایې ورکړي.

ښاغلى دانش وايي د كورنيو چارو په وزارت كې اصلاحات راوستل جدي اړتيا ده. خو هغه ونه ويل چې څنګه اصلاحات. نوموړى به د ولسي جرګې د باور رايو تر ترلاسه كولو پورې د دغه وزارت د سرپرست په توګه دنده اجراكوي.

تر دې وړاندې نورالحق علومي د كورنيو چارو وزير و چې د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه او په هالند كې د افغانستان د سفير په توګه وټاكل شو.

تاج محمد جاهد د پنجشير اوسيدونكى او د شوراى نظار له (جهادي جنرالانو) څخه دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.