د کورونو او دفترونو د انټرنېټ بیه ۳۰ سلنه راکمه شوه د مخابراتو و مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر فهیم شاهمي نن چهارشنبه د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې د دفترونو او کورونو د انټرنېټ بیه کې يې ۳۰ سلنه کموالی راوستی دی. هغه ویلي، له دې وروسته به کورونو کې د انټر نېټ بیه له ۹۶ ډالرو ۶۰ ته راښکته شي. هاشمي زیاته کړې چې د لوړ کیفیت انټرنېټ د اسانتیاوو وړاندې کول يې په کاري لومړیتوب کې دي. هغه دا هم ویلي چې د ټري جي او فور جي نیټ بیو د راټیټولو هڅې هم روانې دي. د هاشمي په خبره، هغه کسان چې ولایتونو کې له مخابراتي شبکو سره مشکل لري او فعالیت یې بندوي، په ښکاره له خلکو سره دښمني کوي.
Leave a Reply