د کونړ والي: پاکستان کونړ کې د پرمختیايي پروژو مخنیوی کوي

د کونړ والي: پاکستان کونړ کې د پرمختیايي پروژو مخنیوی کوي

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، پاکستان له کلونو راهېسې کونړ ولایت کې د پرمختیايي لویو پروژو د عملي کېدو پر وړاندې بېلا بېل خنډونه جوړوي.

میرزکوال وايي، پاکستان نه یوازې د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي، بلکې دغه ولایت کې يې د جګړې اور بل ساتلی دی.

بلخوا تازه کونړ ولایت کې د کونړ سیند د اوبو مهارېدو پروژې لومړني ګامونه واخېستل شول.

د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي چې د پروژې پرانېستې په هدف کونړ ته ورغلی دی ویلي، د کونړ ولایت ټولې اوبه به د وخت په تېرېدو سره مهار کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.