د کډوالو یوه بله کیښتې هم ډوبه شوه

ترکیهپه ترکیه کې د کډوالو بیړ‌ی ډوبه شوې ده. د رپوټونو له مخې داپیښه د دغه هیواد د ازمیر ولایت د سفر هیسار ولسوالی د دوغان بای په کلي کې شوې ده.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۹ تنو ژوند له  لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي دي.

په سیمه کې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې کله یې په سمندر کې کیښتی ولیده چې ډوبه شوه نو سمدستي یې  پولیسو او د ژغورنې ډلو ته خبر ورکړ. د ژغورنې ډلې د ۲ ماشومانو په ګډون د ۹ تنو مړي له اوبو را ایستلي دي.

همداشان د ژغورنې ډلې ۱۳ کډوال ژوندي ژغورلي، خوویل کیږي چې لاهم ځینې کډوال تري تم دي چې د موندلو هڅې یې دوام لري. تراوسه نه دي ویل شوي چې دا کسان د کوم هیواد اوسیدونکي وو او چیرته روان وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.