د لورل ميلر په خبره، دا به د افغانستان د سولې هوکړه نه وي، بلکې دا به د امریکا او طالبانو تر منځ یو توافق وي.
د هغې په وینا، واشګنټن ته د خپل هيواد ملي امنيت او ملي ګټې مهمې دي، دا ورته مهمه نه ده چې، طالبان به په راتلونکې کې په افغانستان کې څه ډول سياسي ځایګوټی ولري او د اوسني حکومت برخليک به څه ډول وي.
لوریل میلر وویل: «زه فکر کوم چې د سپټمبر میاشتې څخه وړاندې به د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه وشي، خو دا هوکړه به یواځې د طالبانو او امریکا ترمنځ وي اود افغانستان حکومت به په کې ګډون نه لري.د امریکا له پاره ډيره اړینه نه ده چې، د طالبانو راتګ سره به د افغانستان راتلونکې څرنګه وي او یا هم د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې او سیستم به څرنګه وي.هغه څه چې امریکا ته اړین دي امنیت او ددې هېواد ګټې دي.»
کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي چې افغانان باید طالبانو سره سازش ته چمتو وي.
Leave a Reply