د ګرجستان ولسمشره افغانستان ته راغلې

د ګرجستان ولسمشره افغانستان ته راغلې

 

ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر د ګرجستان جمهوررئیسې  سالومه زورابیشویلي سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، کتلي

کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سولې پروسې، ټاکنو، د تروریزم پر ضدد ګډې مبارزې، سیمه ییز اتصال او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ګرجستاني ځواکونو د رول په اړه بحث شوی دی.

 

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د یاد هېواد د همکاریو په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د پرانیستې د موافقتنامې د اجرائي کېدو او له دې لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره داسانتیاو د ایجاد او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دې هېواد د ځواکونو د فعال حضور ستاینه کړې.

 

د ګرجستان جمهوررئیسې سالومه زورابیشویلي افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

 

هغې وړاندیز کړی دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه دې د دواړو هېوادونو پلاوي یوه بل هېواد ته سفر وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.