د ګلبدین حکمتیار او سولې شورا خبرې پیل شوې

سولې د نوې شوراد افغانستان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشری د اسلامي ګوند مخامخ خبرې نن په کابل کې پیل شوې. د افغانستان د سولې د نوې شورا تر جوړیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د دولت د یوې وسله والې ډلې سره مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان د سولې شورا وايی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرې د اسلامي ګوند  درې کسیز پلاوی چې مشري یې د محمد امین کریم له خوا کیږي اوس په کابل کې د سولې شورا له غړو سره په خبرو بوخت دی. د ګلبدین حکمتیار په مشرې د اسلامي ګوند غړي مشرمحمد امین کریم او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد ایوب رفیقي  خبریالانو ته وویل، چې د دوی خبرو بین الافغاني بڼه لرله.

ښاغلي رفیقي وویل:

د سولې عالي شورا تقریبآ درې کاله سکوت وه، او له درې کالو سکوت څخه نن بیا د امیدوارۍ اواز څخه راپورته کیږي، خدای تعالی دې د سولې پروسې ته نور هم پیاوړتیا ورکړي.  یوازینی شی چې د سولې پروسې ته ګټه رسوي او مهم دی، هغه دا دي چې مونږ څنګه وکولی شو د افغانستان د ولس تر منځ همغږۍ رامنځ ته کړو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې ددې مقدسې پروسې حمایت وکړي”.

د سولې شورا د دارالانشا رییس وویل دغه پلاوي د سولې شورا له رییس پیر سید احمد ګیلاني او د دغه شورا له مرستیال محمد کریم خلیلي سره کتلي دي. د اسلامي ګوند د پلاوي مشري محمد کریم امین کوي او همایون جریر او عبدالقدوس ساپی یې غړي دي. د اسلامي ګوند دا غړي وايی د سولې شورا په بلنه کابل ته راغلي دي.

د دغه پلاوي مشر د دغه ګوند د غوښتنو په اړه وویل:

“په هیواد کې  د ملي حاکمیت ټینګیدل، د خپلواکۍ حق، د اسلامي قانوني ټینګیدل او د ژوند په ټولو برخو کې د عدالت پلي کیدل په ځانګړې ډول په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخوکې”.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره د خبرو لپاره څو ځله کابل ته پلاوي استولي وو، خو هغو خبرو پایلې نه درلودې. د سولې دا خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې وسله والو ‌طالبانو له افغان دولت سره له خبرو ډډه کړې، هغه خبرې چې اوس یې باید یوبل پړاو هم ترسره شوی وای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.