د یوسف نورستاني استعفا منل شوې ده

احمد یوسف نورستانيد افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني دنده پریښې ده. د ولسمشر د ویاند مرستیال فرهاشمي وایي یوسف نورستاني استعفا کړې او ولسمشر هم منلې ده.

هغه د دې کار لامل (ناوړه حالت او د هغه د ښه کیدو اړتیا) ښودلې ده. څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنو د بنسټونو د اصلاحاتو يو تقنيني فرمان لاسليک کړی و.

د دغه فرمان له مخې به د ټاکنو دواړه بنسټونه خپل ځای نويو کسانو ته پرېږدي. يوسف نورستانی درې کاله وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ټاکل شوی و. د ۲۰۱۴ کال ستونزمنې ټاکنې چې په هغو کې واک د ولسمشر او اجراييه رييس تر منځ وويشل شو د ښاغلي نورستاني تر مشرۍ لاندې ترسره شوې.

که څه هم یوسف نورستاني تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالستار سعادت وايی چې هغه د کمیسیون ریاست په خپل ژوند کې ترټولو سخت کار بللی و او ښایی د هغه فشارونو له امله یې دا کار کړی وي چې دوی دواړه ورسره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.