د یوه ماشوم ځان وژنه

فیض الله د خپل عمر په ۱۱ کلنې کې له دې نړی سره مخه ښه وکړه. هغه د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په «سخي آباد» کلي کې اوسیده. پلار یې څو کاله مخکې مړ شوی و او اوس یې له مور او وروڼو سره ژوند کاوه. فیض الله د یکشنبه په شپه ځان غرغره کړ او له ژوند سره یی مخه ښه وکړه.

د فیض الله مور «حفیظه»  وايي  زوی یی رواني ناروغي درلوده او شپږ میاشتې وړاندې یې هم د ځان وژنې هڅه کړې وه خو دې ژغورلی و. هغه وایی: «زه بغلان ته روانه شوم خپلې دندې ته، زوی ته مې پنځوس افغانې هم ورکړې ورته ومې ویل چې زه راځم په دې پیسو په دوکان کې ځان ته یو څه واخله.» د فیض الله مور وايی لس اولادونه لري او فیض الله یی ترټولو کوچنی و.

د هغه ورور غیب الله وایی: «مازيګر يې تار اخيستى او په تشناب كې يې ځان غرغره كړى و» د شبرغان روغتون مسولین وایی دا ماشوم چې په ستوني کې یې د غرغرې نښې ښکاري د کورنې له خوا یې روغتون ته لیږدول شوی دی.

په همدې وخت کې د جوزجان د امنیې قوماندانی وایی په روان کال کې په دغه ولایت کې د ځان وژنې «۱۷» پیښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال كې ده چې د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو د بشري حقونو مسولينو په دغه ولايتونو كې د ښځو او ماشومانو پروړاندې د تاوتريخوالي په ډيروالي انديښنه ښودلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.