د یوې څلور کلنې افغانې نجلۍ او بریتانوي نجات ورکوونکي سرتیري کیسه

څلور کلنې افغانې نجلۍ او بریتانوي نجاتیو پخوانی بریتانوی سرتیری د انساني همدردۍ سزا ویني. دی وروسته له هغې زنداني شو، چې په فرانسه کې د کډوالو له کلایز کمپ څخه یې یوه څلورکلنه افغان نجلۍ په بریتانیا کې د هغې پلار ته په محرمانه توګه رسوله.

دې پخواني سرتیري راب لوري چې په افغانستان کې یې پوځي ماموریت ترسره کړی د کلایز کمپ ته خوارکي توکي او جامې انتقالولې، د افغانې نجلۍ پلار ورته وویل، چې له ده سره مرسته وکړي او په کمپ کې یې بنده لور بریتانیا ته ور واړوي. سرتیري ومنله خو چې کله یې څلور کلنه بهار احمدي فرانسې له پولې اړوله د انسانانو د قاچاق په تور ونیول شو او اوس به د فرانسې د قانون سره سم پنځه کاله قید تیروي او یا به ۲۰ زره ایرو نغدي جریمه ورکوي.

په زندان کې پروت دا سرتیری وايي، لاهم د نجلۍ برخلیک ته په اندېښنه کې دی، ځکه چې فرانسوي پولیسو وړوکې نجلۍ بیرته کمپ ته ستنه کړې ده. د فرانسې پولیس وايي، چې دوی ۴۹ کلن لوري له ناقانونه کډوالۍ سره د مرستې په تور نیولی دی.

لوري له هغې وروسته له کډوالو سره د مرستې کولو پرېکړه وکړه، چې ده د ترکیې په سواحلو کې د هغه کردي ماشوم ایلان کردي عکس ولید، چې بېړۍ یې ډوبه شوې او مړی یې د اوبو څپو د بحر څنډې ته ټېل وهلی دی. د ایلان عکس تقریباً‌ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ او د کډوالۍ پروړاندې یې د اروپا سخت دریځ رانرم کړ.

ده په کمپ کې د کار کولو پرمهال وړوکې بهار ولیده، هغه نجلۍ چې په بریتانیا کې یې پلار له لوري غوښتنه کړې وه چې له ځان سره یې بریتانیا ته ورولي. د بهار مور په افغانستان کې اوسېږي او پلار یې په قاچاقي توګه د فرانسې له کمپ څخه بریتانیا ته اوښتی خو وړوکې بهار په یوازې سر د کډوالو په کمپ کې شپې تیروي.

د څلورو ماشومان پلار لوري لومړی د افغان پلار داغوښتنه رد کړه چې لور یې راولي، خو له مور اوپلار څخه د اولادونو د بیلتون د سختۍ په اړه له لنډ سوچ وروسته هغه اماده شو، چې دا خطر په ځان ومني. لوري وايي دی مني چې غیر قانوني او ډیر ډېر احمقانه کار یې ترسره کړی،‌خو دی وايي، نشي کولای بهار دکډوالو په کمپ کې یوازې پرېږدي.

لوري قاضیانو ته وویل: کله چې تاسو درک کوئ،‌ چې خپله ۲۲ میله لرې په یو ګرم کور کې له ګرانې کورنۍ سره تاوده ناست وئ او یو ماشوم په ساړه کمپ کې له مور او پلار لرې له سړو رېږدي نو داسې په وخت کې هیڅ سړی قانون ته پښه نشي نیولای. د لوري ملګرو د برتانیا له بهرنیو چارو وزات څخه په یو لیک کې غوښتي چې له لوري سره مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.