د یو افغان سرتیري له خولې؛ د هلمند پرباباجي د طالبانو حمله

د هلمند پرباباجي د طالبانو حملهموږ دوه ورځې مخکې خبر شوو، چې د هلمند ښار له سیند پورې یوه ناحیه یا ښاري ماموریت تر خطرلاندې دی، دولتي ځواکونو او ملي امنیت تیاری پیل کړ. طالبان راغلل او د باباجي ماموریت یې ونیو، تقریباً ۳۰ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته. خبره ورانه وه، ځکه چې لشکرګاه پنځه کاله وړاندې د احتمالي سقوط یوه بله دوره تېره کړې وه او هغه مهال هم وسله وال جنګیالي له همغې خوا رااوښتي وو.

دلته پنځه محلي کابل میشت زورواکي دي، چې شیرمحمد اخندزاده یې په سر کې راځي او د طالبانو په جامه کې خپل دولت ضد یا تهدیدونکي سرتیري لري. په لشکرګاه پخواني برید کې د شیرمحمد اخندزاده لاس بربنډ و.

موږ د همداسې یو برید د مقابلې تیاری ونیو، چې د شرمحمد اخندزاده په څیر دولتي بلاګانې پکې ښکېل دي. مازیګر مهال حالات ترینګلي شول. ښار کې ګزمې او امنیت ملي‌امنیت په غاړه واخست او ټول ځواکونه مو په باباجي ور وخوځول.

موږ د سیمې درې خواووې محاصره کړې او په څلورمه لاره کې چې په سیند راپورې وتې او له لښکرګاه سره ګډېږي دلته مو کمین ونیو. د بیګا جګړه سخته وه، زموږ ځواکونه کم وو، خو امنیه قوماندان، د ملي امنیت مرستیال په باباجي کې خپله دېره شول او د جنګ قومانده یې لاس کې واخسته.

ترسهاره مو سخته جګړه وکړه، رڼا مهال له سنګین څخه د افغان ځواکونو ټانګونه راورسېدل. جګړه موسخته کړه. له سیمې د کلیوالو کډې په راوتو شوې، ټول خلک په ایبلو پښو راووتل. طالبانو شمیر تر ۵۰۰ خواو شا رسېده. له ماموریت څخه یې ډیر جنګي مهمات او وسلې ترلاسه کړې وې، چې زموږ پرضد د جګړې لپاره ورباند ډاډه وو.

د جګړې په شپږم ساعت کې د طالبانو له مخابرو چې ملي‌ امنیت کشف کولې چغې او فریادونه وختل. دوی په خواووشا سیمو کې په خپلو ملګرو او د قوماندې په مرکزونو غږونه کول، چې محاصره یو ټول سټیږو امکانات کم دي، محاصره ماته کړی، خو له هغې خوا ورته ویل کیدل چې هیڅ راز امکانات او نور طالبان نشته چې ستاسو مرستې ته درودانګي. هغوی ته ویل کېدل چې جګړه وکړئ او کوښښ وکړئ محاصره ماته کړی. د طالبانو چغې او شکایتونه زیات شول. په ځینو مخابرو کې اردو خبرې کېدې، ساعت وروسته د باباجي د طالبانو مخابرې یو طرفه شوې او له هغې غاړې هیڅ ځواب نه ترلاسه کېده.

طالبان اړشول چې تر اخرې سلګۍ وجنګېږي. موږ په دویم سهار هرڅه تمام کړي وو.‌په سیمه کې ۴۰۰ جسدونه پراته وو، د ملي امنیت د راپور له مخې دوه لوړپوړي پاکستاني جنرالان هم په باباجي کې وژل شوي وو، خو دا هغه څه وو چې د تشخیص وړ وو ډېری جنګیالیو شکمنې څېرې درلودې چې افغانان نه وو.

زموږ لپاره ترټولو حیرانونکې نظاره داوه چې ډیری کلیوال هم د طالبانو په ننګه جنګېدل. سړی نه پوهېږي چې دوی به د ښار د چور په نیت راوستل شوي وي. خو په ټول هلمند کې د جګړې ماهیت داسې دی، چې ډیری قومي مشران له طالبانو سره لاره لري، دوی د نشي‌توکو کاروباریان دي او د جګړې پروخت طالبانو ته کومکي جنګیالي‌ورکوي. کلیوال بیا د مشر له خبرې مخ نه اړوي او د باباجي په جګړه کې د غیرطالبو یا کومکي کلیوالو شمیر زیات وو.

زه وایم د هلمند حالات له کابله خراب شوي دي، پنځه کسان په کابل کې ناست دي، الکوزی، شیرمحمد اخندزاده یې ترټولو مشهور دي. دوی هم دولتي امنیتي مقررۍ کوي، هم والي او دولتي منسوبین تر فشار لاندې راولي او هم خپل طالبان لري، چې که کله دولت ددوی غوښتنې ونه مني نو بیا د طالبانو د فشار په ترڅ کې دولت او حیثیت یې ننګوي.

موږ وايو د هلمند حالات په هلمند کې نه په کابل کې کابو کړئ د هغو کسانو په کورونو کې یې کابو کړی، چې امتیازات اخلي، دولت د موټرو تیل او میلمستونونه ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.