د ۱۲۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ورېښمو لار نړیواله پروژه پرانېستل شوه

د (يو کمربند، يوه لار) تر نامه لاندې د چين په نوښت د وريښمو د تاريخي لارې د رغونې پروژه رسماً پرانيستل شوه، چې د پرانيستې په مراسمو کې يې چين، د رغولو لپاره د ۱۲۴ ميلياردو ډالرو د ورکړې اعلان وکړ.

د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې چې نن په بيجينګ کې ترسره شول، د نړۍ د ۳۰ هېوادونو مشرانو او سياسي استازو ګډون کړی و.

د وريښمو د تاريخي لارې د بيا فعالولو پلان په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې د چين د اوسني ولسمشر شي جي يېنګ له خوا اعلان شوی و. د چين ولسمشر د دې پروژې د پرانيستلو پر مهال وويل، چې (يو کمربند، يوه لار) پروژه به اسيا، اروپا او افريقا سره ونښلوي او له اقتصادي پلوه به يې د نړۍ ګڼو هېوادنو ته ګټه ورسيږي.

د دې پروژې طرحه د لومړي ځل لپاره په قزاقستان کې د يوه کنفرانس پر مهال وړاندې شوه، چې د چين د ولسمشر په وينا اوس د نړۍ ۵۰ هېوادونو په دې پروژه کې د ګډون هوکړه کړې ده. شي جي پېنګ د دې پروژې لپاره د خپل هېواد له خوا د ۱۲۴ ميليارد ډالرو د ورکړې پر مهال وويل، دا پروژه به د آزادې سوداګرۍ تر څنګ د سولې او امن لپاره هم لاره هواره کړي.

د افغانستان له لوري د (يو کمربند، يوه لار) په نړيوال کنفرانس کې د ولسمشر غني سلاکار همايون قيومي، د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا، په چين کې افغان سفير جانان موسی زي او يو شمېر نورو افغان چارواکو ګډون کړی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.