د ۱۳۹۸ کال تر پایه به ۱۷۰۰ ښوونځي په انټرنېټ او کمپیوټر سمبال شي

د ۱۳۹۸ کال تر پایه به ۱۷۰۰ ښوونځي په انټرنېټ او کمپیوټر سمبال شي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، هڅه کوي، چې د ښځو او ماشومانو لپاره له خوندي انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، شهزاد ګل اریوبي، چې د شه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خوندي انټرنټ د نړیوالې ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وینا کوله، زیاته کړه، له انټرنټي خدمتونو څخه په خوندي توګه د ګټه اخیستنې په موخه په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره زیات پوهاي ته اړتیا ده.

په دې ناسته کې د مخابراتو وزارت له پوهنې وزارت او د ښځو چارو له وزارت سره په همغږۍ د انټرنټ کاروونکو د ننګونو او زیانونو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره دغه ننګونې او زیانونه تر بحث او څېړنې لاندې نیسي، چې له دغو زیانونو څخه د خلاصون لاره پیدا او د له منځه وړلو لپاره یې هڅه وشي.

دغه راز د مخابراتو وزیر وویل، چې د ۱۳۹۸ کال تر پایه پورې به په ټول هیواد کې ۱۷۰۰ ښوونځي په انټرنټ او کمپیوټر سمبال شي، چې له دغو امکاناتو څخه ګټه اخیستل هم د خوندیتوب لپاره پوهاوي ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست، میرویس بلخي دې ته په ټینګار سره چې انټرنټي خوندیتوب لومړنۍ اړتیا ګڼل کېږي، زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې تر څنګ هڅه کوي چې زده کوونکي په مجازي ټولنه کې هم فعالیت ولري او افغانستان د پرمختګ له هیڅ شاخص څخه لرې پاتې نشي.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل، چې په چټکۍ سره به د افغانستان ټولې لیسې په انټرنټ او کمپیوټر سمبال شي، چې وروسته به دغه خدمتونه منځنیو او لومړنیو ښوونځیو ته هم پراختیا پیدا کړي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې که څه هم انټرنټ ته د ښځو د لاسرسي د کچې د زیاتوالي غوښتنه وکړه، خو زیاته یې کړه، چې انټرنټي فضا د ښځو لپاره هغسې خوندي نه ده لکه څنګه یې چې اړتیا لیدل کېږي. نبیلې مصلح د مخابراتو له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د ښځو لپاره د انټرنټي فضا د لا خوندیتوب په موخه زیاتې هڅې وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ اوس مهال په ټول هیواد کې ۹.۷ میلیونه کسان انټرنټي خدمتونو ته لاسرسي لري، چې دغه شمېر د تېر یو نیم کال په پرتله نیږدې دوه میلیونه زیاتوالی ښیي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.