د ۱۳۹۸ کال د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې

د ۱۳۹۸ کال د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې

د ۱۳۹۸ کال د کانکور آزموینې پایلې نن چهارشنبه د لوړو زده کړو وزارت لخوا اعلان شوې.

د سږ کا په آزموینه کې له هرات ولایت څخه احمد راشد د ۳۵۰ نمرو په ګټلو سره لومړی، له غزني ولایت څخه سید حسین د ۳۴۶ نمرو په ګټلو دویم، له کابل څخه قاسم علي د ۳۴۵ نمرو په ګټلو درېیم، له هرات څخه سید شعیب د ۳۴۵.۱۳ نمرو په ګټلو سره څلورم او الهام د ۳۴۵ نمرو په ګټلو سره پنځم مقامونه تر لاسه کړي دی.

لوړو زده کړو وزارت ویلي، سږنۍ ازموینه کې ۲۰ زره کسان یا ناکام شوي، یا هم نیمه عالي زده کړو ته بریالي شوي دي.

د وزارت په خبره، سږ کال ازموینه کې نږدې ۲ سوه زره کسانو برخه اخېستې وه.

خلک هم د کانکور له رڼو پایلو خوښ  دي او باور لري چې په دغه بهیر کې شفافیت ر امنځته شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.