د ۲۰۱۸ کال د شپږو میاشتو په پرتله سږ کال د ملکي وګړو تلفات کم شوي

د ۲۰۱۸ کال د شپږو میاشتو په پرتله سږ کال د ملکي وګړو تلفات کم شوي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې اتمه: افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یا یوناما د افغانستان د جګړې په تړاو خپل تازه راپور خپور کړی دی.

راپور کاږي: د روان ۲۰۱۹ کال په اولو شپږ میاشتو کې، ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي دي او ۲۴۴۶ نور ټپیان دي چې د تېر ۲۰۱۸ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله، دغه شمېرنه کې ۲۷ سنه ټيټوالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي یاماموتو ویلي: “د افغانانو په خپل منځي خبرو کې د ملکي مرګ‌ژوبلې د کمولو پیغام ډېر واضح و، موږ له ټولو ښکېلو خواوو غواړو چې دغې مهمې چارې ته پام وکړي او د افغانانو د دغې غوښتنې د منلو لپاره بيړني ګامونه اوچت کړي چې نور ددغه زیان اړولو درول غواړي”.

راپور کې دا هم ویل شوي چې روان کال کې طالبانو او داعشیانو ۵۳۱ ملکي وګړي وژلي دي او ۱۴۳۷ يې ټپیان کړي.

که څه هم یوناما د ۲۰۱۹ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې له راټیټېدو هرکلی کړی دی خو ټینګار يې کړی چې ملکي وګړو ته رسېدلي مالي او ځاني زیانونه د منلو وړ نه دي.

د راپور له مخې کابل، هلمند فاریاب او غزني هغه ولایتونو دي چې په ترتیب سره تر ټولو لوړه ملکي مرګ‌‌ژوبله پکې ثبت شوې .

Leave a Reply

Your email address will not be published.