د ټاکنو کمېسیون یو غړي اورنګزېب رسنیو ته ویلي، ډېر احتمال شته چې کمېسیون د یکشنبه په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ ـ قسمي پایلې اعلان کړي.د هغه په خبره، دا پایلې د ۲۷ ولایتونو دي چې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش په کې پای ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې کمېسیون دوه ځلې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ژمنه ماته کړې ده.بلخوا، تر اوسه په ۷ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د تړلو دفتر پرانېستو برخه لیک هم نه دی مالوم.
Leave a Reply