طالبان: پر موقت حکومت مو خبرې نه دي کړي

طالبان: پر موقت حکومت مو خبرې نه دي کړي

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز خبري آژانس د راپور په غبرګون کې ویلي، دوی د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر ټاکنو، موقت حکومت او نورو موضوعاتو خبرې نه دي کړي، د خبرو زیات تمرکز افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر موجودیت و

مجاهد ټینګار کړی، چې د سولې مذکرات به په  درېیمه ورځ هم روان وي؛ خو جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

یو شمېر بهرنیو رسنیو تېره ورځ د مخکښو طالب چارواکو له خولې لیکلي و، چې امریکا طالبانو ته د شپږ میاشتني اوربند وړاندیز کړی؛ خو طالبانو دغه وړاندیز د موقت حکومت په جوړېدو مشروط کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.