راتلونکې اوونۍ د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش مالومېږي

راتلونکې اوونۍ د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش مالومېږي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: ښايي د طالبانو او امریکایانو ناسته کې چې ممکن د شنبې په ورځ پیل شي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش په کې مالوم شي.

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي “” د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي او وروسته به قطر ته روان شي””

تر اوسه پاکستان ته د ښاغلي خلیزاد د سفر په تړاو زیات جزییات رسنیو کې نه دي خپاره شوي.

خو یو شمېر پاکستانیو چارواکو ډیلي ټایمز ته څرګنده کړې چې: “” پاکستان ته ممکن د خلیلزاد د سفر هدف دا وي چې د هغه هېواد چارواکو ته له طالبانو سره د سولې خبرو کې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه مالومات ورکړي. “”

ډیلي ټایمز وايي ممکن د قطر اتم پړاو مذاکرات ډېر پېچلي وي.

ورځپاڼه کاوي، طالبانو له امریکا څخه غوښتنه کړې چې خپل سرتېري د ۹ میاشتو په اوږدو کې له افغانستان بهر کړي، خو امریکا ورته ویلي چې یو نیم کال به دغه کار وکړو.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ له یو شمېر رسنیو سره خبرو کې ټینګار کړی و چې تر اوسه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

بلخوا بیا ټرمپ او پامپیو ټینګار کړی، هر څومره ژر چې کېږي خپل سرتېري باید له  افغانستانه بهر کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.