راتلونکې اوونۍ ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو وېش پیلېږي

راتلونکې اوونۍ ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو وېش پیلېږي

په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ به د  ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر پيل شي.

د برقي تذکرو د وېش یو مرکز تېره ورځ  هرات ولایت کې پرانېستل شو چې خلکو یې تود هرکلی وکړ.

د ننګرهار اوسېدونکو هم په وار وار دغه ولایت کې د برېښنايي تذکرو د وېش غوښتنه کړې وه.

کابل کې تر اوسه د برېښنایي تذکرو د وېش ۵ مرکزه شتون لري چې نږدې دوه سوه زرو کسانو ته يې برېښنايي پېژندپاڼې ورکړې دي او سلګونه زرو نورو نوملیکنه کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.