راتلونکې میاشت د طالبانو او افغان دولت خبرې بیا پیلیږي

طالبان او حکومتپاکستاني رسنۍ وايي، پټو هڅو او د ځینو نړیوالو اړخونو بیا بیا فشارونو زمینه برابره کړې، چې د افغان دولت او طالب جنګیالیو ترمنځ خبرې د راتلونکې مېلادي میاشتې په اوایلو کې بیا پیل شي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین ترمنځ د مشورو دوام او ټینګار ددې سبب شوی، چې دواړه اړخونه د خبرو له بیا پیل سره موافقه وکړي. د پاکستاني دیپلوماتانو معلومات ورکړي، چې د پاکستان د صدراعظم مشاور ناصر خان جنجوعا او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ددواړو هېوادونو له خوا په مشورو او مذاکراتو لپاره استازي ټاکل شوي، چې د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

پاکستاني رسنۍ په داسې حال کې د خبرو د بیا پیل خبر راپورته کوي، چې تر دوه ځله ناکامه خبرو او د طالبانو د مشر تابه پرسر د طالبانو خپل منځي اختلاف دغه خبرې له خنډ سره مخ کړې او افغان دولت پاکستان ته وویل، چې طالبان واحد ادرس نلري او دوی د طالبانو په نوم له جنګیالیو سره خبرې اترې نه کوي.

په وروستیو کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ جګړې هم د نورو وختونو په نسبت زور اخستی او د نن ورخې وروستي خبرونه دادي، چې د طالبانو وسله والې ډلې د هلمند ولایت سنګین ولسوالي لاندې کړې ده. ټاکل شوې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل په تړاو پر افغان دولت ټینګار کولو لپاره کابل ته سفر وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.