راتلونکې څلور اړخیزه غونډه به د سولې کړنلاره جوړه کړي

افغانستان او چيند بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سولې د څلور اړخیزې غونډې په دریم پړاو کې به د سولې نقشه بشپړه او د سولې د خبرو نیټه به مشخصه شي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزې غونډې ته چې په اسلام آباد کې به جوړه شي  لس  ورځې پاتې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په دریمه غونډه کې به د سولې نقشه وروستۍ شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله آزاد رسنیو ته ویلي:

(په چین کې هم د افغانستان د سولې خبرې تودې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره باید د سیمې هیوادونه جدي هڅې وکړي.)

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر کوربه دی وایي:

(زه هیله لرم چې د افغانستان د سولې د خبرو څلور اړخیزه ډله به د سولې لپاره جدي هڅې وکړي او داسې یوه تګلاره جوړه کړي چې ټولو ته د منلو وي تر څو د خبرو لپاره عملي زمینه برابره شي.)

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره له خبرو پرته بله هیڅ لاره نشته. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چې د سولې د خبرو د ملاتړ جلبولو لپاره چین ته تللی، له وسلوالو طالبانو غواړي چې سولې ته غاړه کیږدي.  صلاح الدین رباني وایي: (مونږ له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو کوښښ کوو چې د افغانستان ستونزې ور سره هوارې شي. جګړه د حل لاره نده.)

په داسې حال کې چې د سولې عملي خبرې لانه دي پیل شوې افغان حکومت او وسله والو ‌طالبانو په دې اړه خپل شرطونه وړاندې کړې دي.

حکومت وايي له هغو ډلو سره به سوله کوي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. طالبانو بیا د پګواش په غونډه کې ویلي چې د سولې په خبرو کې له ګډون مخکې د دوی د قطر سیاسي دفتر باید په رسمیت وپیژندل شي او د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه دوی وویستل شي . د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د سولې د خبرو لپاره د وسلوالو طالبانو له خوا وړاندې شوي شرطونه له وخت مخکې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.