راوټ: چمتو یو چې د پاکستان واکمنۍ لاندې کشمیر هم ونیسو محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۲۱ مه: د هند د پوځ مشر جنرال رواټ ویلي، هندي پوځيانو تیار دي چې د پاکستان کنټرول لاندې کشمیر په زور لاندې کړي. د هغه په خبره، بل ګام یې د پاکستان له ولکې د کشمیر آزادول دي. بلخوا پاکستان بیا تور پورې کړی دی چې هند کشمیریان له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز بیا ویلي چې د هند دغه کار ته به اجازه ورنه کړی.
Leave a Reply