رحماني د ولسي جرګې رییس شو

رحماني د ولسي جرګې رییس شو

د ولسي جرګې د ریاست په سر نننیو ټاکنو کې میر رحمان رحماني د ۱۳۶ رایو په تر لاسه کولو، د ولسي جرګې ریاست  څوکۍ وګټله.

 

له رحماني سره خان محمد وردګ نوماند و چې هغه ۱۱۲ رایې تر لاسه کړې.

 

د ولسي جرګې ریاست پر سر نږدې پنځوس ورځې لانجې روانې وې چې نن پای ته ورسېدې او رحماني د ۵ کلونو لپاره د ولسي جرګې رییس شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.